Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(12:110) (آيت نمبر:سورة نمبر)
حتى إذا استيأس الرسل وظنوا أنهم قد كذبوا جاءهم نصرنا فنجي من نشاء ولا يرد بأسنا عن القوم المجرمين

حَتَّىٰ إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ ۖ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اونشي كيدلى عذاب زمونږله قوم ګنهګارانو ( كافرانو) څخه . ترهغه پورې چې نااميده به شول رسولان ( دكفارو له اسلام يادعذاب دژرراتلوڅخه ) اوګمان به وكړ دوى چې بيشكه دوى په تحقيق دروغ ويلي شوي دي دوى ته ( ددوى دنفسونوياددوى دقومونوله خوا په همدې وخت كې دايمان په وعده ) ناڅاپه به راغله دوى ته مرسته زمونږنوخلاصى به وركړشوله ( عذابه ) هغه چاته چې اراده به وكړه مونږ( يعنې رسولان او لومؤمنان )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
( له پخواينو پيغمبرانو سره هم همدا شويدى چې هغوى ډير وخت نصحيت وكړ او خلكو وانه وريده ) ان تر دې پورې چې كله پيغمبران له خلكو نه نا هيلې شول او خلكو هم د ا وانګيرله چې دعذاب په باب هغو ته دروغ ويل شوي وو، نو په ناڅاپي ډول پيغمبرانو ته زمونږ مرسته ورسيدله. كله چې دغسې وخت راځي نو زمونږ قانون دا دى چې چاته چې زمونږ خوښه شي نجات وركوواو پرمجرمانوزمونږ د عذاب د راتګ مخه نه شي نيول كيداى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير: يعنې دعذاب په تاخيرمه خطاوځى پخوانيوقومونوته هم اوږده مهلتونه ورکړشوي وواودعذاب په راتللوکې به دومره زيات ځنډپيښيده چې منکرين بيخي باغي اوبې فکره کيدل اوډېرزيات اوله حده تيرشرارتونه اوبغاوتونه به يې کول اوددغوحالاتوله ليدلوڅخه به انبياء عليهم السلام ددوى له ايمان راوړلوڅخه بيخي مايوس کيدل اوله بل لورى به الله تعالى جل جلاله هغوى ته دومره زيات فرصت اومهلت ورکاؤ چې ترډېرې زياتې اوږدې مودې پورې به هم دعذاب هيڅ يوه نښه اواثردوى ته نه څرګنديده مطلب داچې ددواړوخواؤحالات اواثاربه دانبياؤلپاره نااميدي بښونکى اوبې هيلې کيدونکي ووددغې منظرې له ليدلوڅخه به کافرانوپه يقيني ډول سره داسې خيال کاوه چې له انبياء سره هغه وعدې چې ددوى دنصرت اومرستې اوزمونږدماتې اوتيښتې اوداهلاک لپاره شوې دى ، هغه ګردې چټې اودروغ دي دعذابونواودنوروګردچلونه ،اومكرونه اوفريبونه تش زمونږدوېرولولپاره وو،هيڅ لرې به نه وي چې په داسې مايوس کوونکواواضطراب پيداکوونکوحالاتوکې دانبياؤ عليه السلام په زړونوکې به هم داسې خيالات راغلي وي چې په هغه ډول سره چې مونږ دعذاب وعدې له خلكوسره کړى وى ښايې صحيحي نه وي ؟ يادوسوسواوخطراتوپه درجه کې به بې اختياره د اسې وهم ورپيداشوي وي چې هغه وعدې چې زمونږدنصرت اودمنکرينودهلاکت په نسبت کړې شوې وې اياهغه به نه پوره کيږي ؟ لکه چې دالبقرة په (٢٦) رکوع کې يې فرمايلي دي ((وَزُلْزِلُواْ حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللّهِ )) کله چې دمجرمينواطمينان اودانبياؤ عليه السلام تشويش تردې اندازې ورسيد. نوپه دغه وخت کې يوناڅاپه اسماني مرسته راغله بيادهرچاپه نسبت چې الله تعالى جل جلاله اراده وشوه يعنې فرمان وړونکې مؤمنان يې محفوظ اومامون وساتل اودمجرمانوبيخ يې وويست .
تنبيه : دالله تعالى جل جلاله له غيرمحدودرحمت اومهربانۍ څخه مايوسي کفردى ،ليکن دظاهري حالاتواواسبابوپه اعتبارمايوسي کفرنه دى ،يعنې داسې ويلې شي چې مثلادهغه شى په نسبت ترهغه ځاى پورې چې دظاهري اسبابوتعلق دى مايوسي شته ،ليکن دحق تعالى جل جلاله له کامل رحمت څخه مايوسي نه ده پکار. په ((حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ )) ايت کې همدغه مايوسي مرادده چې دظاهري حالاتواواثاروپه اعتبارده چې دکفاروله ايمان اواصلاح څخه مايوس شوي دي ) که نه انبياء عليه السلام دالله تعالى جل جلاله له رحمت څخه کله مايوس کيداى شي ،
تنبيه : دکفروسوسه ، چې هاجس اوخاطرورته وايه شي ،دعامومسلمانانوپه حق کې کفرنه دي اونه دايمان يادعصمت له کومې درجې سره منافي دي په حديث کې راغلي دي چې اصحابوکرامو? اجمعين عرض وکړ يارسول اله ،مونږ چې خپلوزړونوکې بي اختياره داسې شيان موموچې دهغوله يادواوڅخه مونږدغه غوره ګڼوچې وسوځيږواوتک تورسکاره وګرځوخورسول الله مبارک وفرمايل اياتاسې داسې شيان په خپلوزړونوکې مومى ؟ دوى عرض وکړچې : هو، نويې وفرمايل ((ذاک صريح الايمان)) دغه ښکاره ايمان دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و مآ ابرئ 13 ؛ سورة - يوسف 12 ؛ آيت - 110 ] (12:110)