Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(13:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
المر تلك آيات الكتاب والذي أنزل إليك من ربك الحق ولكن أكثر الناس لا يؤمنون

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ المر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ ۗ وَالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
  ........... دا آيتونه دكتاب ( قرآن) دى اوهغه كتاب چې نازل كړى شوى دى تاته له ( طرفه د) رب ستا حق دى ولېکن زيات خلك نه كوي يقين پرې ( چې دالله لخوادى ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اَ – لَ – مَ – رَ. دغه د ا لهى كتاب ايتونه دي ، او څه چې ستا درب له لوري پر تا نازل كړاى شويدي هغه ذاتاً حق دي، خو ( ستا د قوم ) زياتره خلك يې نه مني.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 سورة الرعدمدينة الاالايتين ا٣ و٣٢ ولوان قرآنا، الى )
فکيف کان عقاب ،آياتها( ٤٣ ) رکوعانها(٦)عددتلاوتها(١٣)
عددنزولها(٩٦)نزلت بعدسورة محمد صلی الله عليه وسلم )
د(( رعد)) سورة مدنى دى ،پرته له دووآيتونوڅخه چې ٣١ او٣٢ دي اوله (( ولوان قرانا)) څخه نيولې تر(( فکيف کان عقاب )) پورې دي ، آيتونه يې (٤٣)اورکوع ګانې يې (٦) دي په تلاوت کې (١٣)په نزول کې (٩٦)سورت دى اودمحمد صلی الله عليه وسلم له سورته وروسته نازل شويدى .
بسم الله الرحمن الرحيم
شروع كوم په نامه دخداى چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونكى دى
تفسير: يعنې هر هغه شى چې په دغه سورت کې لوستل کيږي ،هغه ګرددعظيم الشان کتاب آيتونه دي دغه کتاب چې په تادالله تعالى جل جلاله له لورى نازل کړى شوى دى يقيناحق اوصواب دى ليکن ډېردتعجب اوحيرانۍ ځاى دى چې داسې صافواوواضحوحقائقوله منلوڅخه هم اکثرخلك انکارکوي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و مآ ابرئ 13 ؛ سورة - الرعد 13 ؛ آيت - 1 ] (13:1)