Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(13:19) (آيت نمبر:سورة نمبر)
أفمن يعلم أنما أنزل إليك من ربك الحق كمن هو أعمى إنما يتذكر أولوا الألباب

أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 آيانوهغه څوك چې پوهيږي په دې خبره چې بيشكه هغه ( قرآن ) چې نازل كړى شوى دى تاته له طرفه درب ستاحق ( رښتيا) دى په مثل دهغه چادى چې دى ړوندوى ( دزړه په سترګو! يعنې نه دى دهغه په شان !) ، بيشكه خبره همداده چې پندآخلى ( په دې قرآن ) خاوندان دعقلونوخالصو .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ښه نو دا څنګه كيداى شي چې هغه څوك چې ستا درب دغه كتاب چې هغه پر تا نازل كړېدى حق پېژني، او هغه څوك چې ددې حقيقت له پلوه ړوند دى ، دواړه يو شان شي؟ نصيحت خو هوښياران خلك مني.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير: دمومن اودکافردبيل بيل انجام له بيانولو څخه وروسته تنبيه ورکوي چې داسې انجام له عقل اوحکمت سره بيخې موافق دى هيڅ يوعقلمن داسې نشي ويلى چې يوړوندچې هيڅ شى يې په نظرنه ورځي اوهمداسې خوشې په تياره کې لويږى اوجګيږي اوبودرى خورې له هغه سړي سره برابردى چې دزړه سترگې يې هم روڼې وى اوپه پوره بصارت اوکامل بصيرت سره دحق له رڼاڅخه هم ګټه اخيستى شي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و مآ ابرئ 13 ؛ سورة - الرعد 13 ؛ آيت - 19 ] (13:19)