Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(15:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وما يأتيهم من رسول إلا كانوا به يستهزؤون

وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 كې اونه به راته هغوى ته هيڅ رسول مګرحال داچې ووبه دوى چې په هغه پورې به يې ( دكبراوعنادله مخې ) مسخرې كولې ( لكه چې اوس يې كفارپه تاپورې كوي ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هېڅكله داسې نه ده شوې چې هغو ته كوم پېغمبر راغلى وي او هغوى ورپورې مسخرې نه وي كړې.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : په دغه مبارک ايت کې زمونږ پاک رسول الله 2 ته ډاډورکړى شوى دى چې تاسې ددوى لدغه تکذيب واستهزاء څخه مه خپه کيږۍ دغه کومه نوې پيښه اوخبره نه ده دمنکرانوعادت تل همداسې دى کله به چې کوم نبي 4 دوى ته راته نوپه هغه پورې به يې مسخرې اوټوکې کولې کله به يې ورته ليونې ويل کله به يې خپه کاوه اوچټې اوبې ځايه غوښتنې به يې ترې کولې فرعون دموسى 4 په نسبت ويلى وو (إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ ) (١٩) جزء دالشعراء (٢٧) ايت (٢) رکوع ) اوله همده نه يې دپرښتودفوځونودرانازلولوغوښتنه کړې وه لکه چې قريشوځمونږ له رسول څخه کړى ده (فَلَوْلاَ أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَاء مَعَهُ الْمَلاَئِكَةُ) (٢٥) جزء دالزخرف (٥٣) ايت (٥) رکوع ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - الحجر 15 ؛ آيت - 11 ] (15:11)