وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
چې نه يئ تاسې هغوى ته روزي وركونكي ( لكه عيال ، اواولاد، حيوانات اونوراومونږروزي وركونكي يو
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او په هغې كښې مو ژوندني وسايل برابر كړي، ستاسې له پاره هم او د هغو زياترو مخلوقاتو له پاره هم چې تاسې د هغو روزى رسوونكي نه يې.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې نوکران چاکران حيوانات اونورچې له هغوڅخه مونږ خپل کاراخلواوخدمت ورباندې کوواوروزې يې دپاک الله Y دلطف اومرحمت په ذمه کې ده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - الحجر 15 ؛ آيت - 20 ] (15:20)