وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اونشته هيڅ شى مګرپه نزدزمونږدي خزانې دهغه اونه راليږو هغه شى مګرپه اندازې معلومې سره ( نه لږنه ډيرزمونږله حكمت اومصلحت سره سم ).
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هيڅ شى داسې نشته چې د هغه زيرمې له مونږ سره نه وي ، او مونږ چې هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه كښې يې نازلوو
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هرشى په هر مقدارسره چې الله تعالى Y يې اراده فرمايلې پيداکوي يې نه څه ربړاوتکليف وريښيږي اونه ورباندې ستړى کيږي کله چې اراده وکړي سمدلاسه هغه شيان موجود يږي ګواکې دګردوشيانوخزانه دالله تعالى Y لامحدودقدرت دى چې په هغه سره هر شى له حکمت سره سم تريومعين نظام لاندې په ټاکلې اندازه بې له کموالى اوزياتوالى پرله پسې منځ ته راځي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - الحجر 15 ؛ آيت - 21 ] (15:21)