وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ ۚ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوبيشكه رب ستاهمدى به راټولوي دوى ( په محشركې دجزا لپاره ) بيشكه چې دغه ( الله ) ښه حكمت والادى ( چې هركارپه تدبيراومصلحت سره كوي ) ښه علم والا( په ټولواحوالو) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په باوري ډول به ستا رب دغه ټول راپاڅوي. هغه حكيم هم دى عليم هم.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې دکائناتوهره ذره دالله تعالى Y په علم کې شته کله چې دده دعلم اوحکمت تقاضاوشي نوګردبه سره په يوه وخت کې راټول کړى اوپه دغه کې هيڅ اشکال نشته دقبرونوپه خاورو اودځناورانوپه ګيډودسمندرپه تل اوپه فضااوهواکې الغرض هرشى اودهغه هرجزپه هر ځاى کې چې وي په خپل محيط علم اوکامل قدرت سره يې راټولوي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - الحجر 15 ؛ آيت - 25 ] (15:25)