Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(15:26) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ولقد خلقنا الإنسان من صلصال من حمإ مسنون

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخامخا په تحقيق پيداكړى دى مونږانسان ( آدم ) له وچې خټې كړنګيدونكى ( لكه كودړى چې وي ) له تورې خټې خوساكړې شوې .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مونږ انسان د بوينا كې خټې له وچ كودړي نه پېدا كړ.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : له افاقې ايتونواودلائلو څخه وروسته انفسي آيتونه اودلائل بيانوى چې دهغوپه ضمن کې ښايې دغه تنبيه هم مقصودوي چې دمنبع الکمالاتوهغه ذات ته چې تاسې يې په داسې يوه عجيبه طريقه سره په
لومړى ځل پيداکړى بياستاسې پيداکول اوپه يوه ميدان کې موسره راټولول څه اشکال لري .
تنبيه : دآدم 4 د پيدا کولوپه نسبت يې دلته دوه لفظه استعمال کړى دى (١) صلصال يعنې هغه کړنګيدونکې خټه چې داوردپخولوڅخه دغه کيفيت په کې پيداکيږي چې همدغه يې په بل ځاى کې كالفخار فرمايلى دى (٢) حمامسنون يعنې هغه خوساشوي خټه چې بدبوى ترې خيژي داسې خيال کيږي چې لومړى به يې له خوساشوي خټې څخه دآدم 4 کالبوت تيارکړى وي اوبيابه يې وچ کړى وي اوبيابه يې داسې پوخ کړى وي چې ترې کړنګيداختله بيابه له مختلفوتطوراتو اوبدلو نونوڅخه وروسته دغې درجي ته رسيدلى وي چې انسانې روح په کې پوشوى وي په روح المعانې کې دځينوعلماؤقول نقل شوى چې دهغه الفاظ دادي ( کانه سبحانه افرغ الحمافصورمن ذلک تمثال انسان اجوف فيبس حتى اذا انقرصوت ثم غيرطورحتى نفخ فيه من روحه فتبارک الله احسن الخالقين )
حضرت شاه صاحب ليکې (خاوره يې په اوبوکې خيشته کړه اوخميره يې پورته کړه چې ترنګهارترې خوت همدغه دانسان بدن شواودهغې خاصيتونه چې کلکوالى او وزن دى په کې پاتې شول لکه چې داورخاصيت چې تيزوالى اوسپک والى دى په پيريانوکې پاتې دى راغب اصفهانى رحمه الله ) ديوه اوږدمضمون په ضمن کې وايې چې (حمامسنون ) او(طين لازب ) اونورالفاظ داښکاروي چې خاوره او اوبه يې سره ګډکړي دي اوبيايې وچ کړي دي اودفخارلفظ په دې دلالت کوي چې تريوې درجي پورې په اورکې هم پخه شوې ده همدغه نارې جزدبنيادمانودشيطانت منشاده په همدغه مناسبت يې په (٢٧) جزء دالرحمن په (٤) ايت اوله رکوع کې فرمايلى دى (خَلَقَ الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ 14 وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ ) دراغب رحمه الله ) دغه مضمون ډيراوږ داوخوږدى افسوس چې مونږ يې خلاصه دلته نشوليکلى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - الحجر 15 ؛ آيت - 26 ] (15:26)