وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوجان ( دپيريانوپلار) پيداكړي دي مونږهغه پخواله ( انسانه ) له اوره بې لوګي څخه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او له هغه نه مخكښې مونږ پيريان د اور له شغلې نه پېدا كړي وو.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې لطيف اوردهواسره ګډلکه چې پاک خداى Y ويلې دي (وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ) (٢٧) جزء دالرحمن (١٥) ايت اوله رکوع ) ياداچې داورپه شان سوځيدونکې هواچې مونږ ورته جل ) يا) برو) وايوپه هر حال دانسانانوپلارله داسې يوې مادې څخه پيداشوى چې دخاوروعنصر په کې غالب دى اودپيريانوپلارله هسې يوې مادې څخه جوړشوى دى چې په هغې كې داورعنصرغالب دى چې ابليس هم په همدغه قسم کې دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - الحجر 15 ؛ آيت - 27 ] (15:27)