إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه هغه كسان چې نه راوړي ايمان په آيتونو دالله ( اونه وايي چې دا دالله له طرفه دى ) نه ښيي دويته الله ( دنجات اوجنت لاره ) اوشته دوى ته عذاب دردناك ( له قرآن اونبي آخرالزمان څخه دانكارپه سبب )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
حقيقت دادى چې كوم كسان چې د الله ايتونه نه مني الله هيڅكله هغو ته سمې خبرې ته د رسيدو توفيق نه په برخه كوي او دداسې خلكو لپاره دردناك عذاب دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې دښکاره دلائلوله وجوده سره سره که يوسړى دغه خبره په خپل زړه کې ټينګه کړي چې زه به خامخاپرې باوراويقين نه کوم نوالله تعالى Y هم هغه ته ترمقصده پورې درسيدلولياره نه ښيي نوکه هرڅومره يې څوک پوهوى نه پوهيږي بدعقيده سړى تل له هدايته يې برخې پاتې کيږي اوبالاخره دسختو سزاؤ مستحق ګرځي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - النحل 16 ؛ آيت - 104 ] (16:104)