Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(16:112) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وضرب الله مثلا قرية كانت آمنة مطمئنة يأتيها رزقها رغدا من كل مكان فكفرت بأنعم الله فأذاقها الله لباس الجوع والخو

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوبيانوي الله مثال ديوه كلي چې ؤ( اهل ددې كلي ) په امن كې ( له وژلواولوټلونه ) آرام اوهوسا،چې راته دغه كلي ته رزق روزي (داهل) ددې ډيره پريمانه له هرځايه ( له هرطرفه) نوكافر( ناشكره) شو(اهل د) هغې په نعمتونودالله نووڅاكه په ( اهل د) دې باندې الله كالي دلوږې اوويرې ( چې لوږه اوويره يې پرې لكه جامه لازمه اومحيطه وګرځوله ) په سبب دهغو( عملونو) چې وو(دوى) چې كول به يې
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
الله د يوه كلي مثال راوړى دى. چې هغه د ډاډينې او بيغمۍ ژوند تيراوه او له هر لوري ورته پريمانه روزي رسيدله چې هغه د الله د پيرزوينو پر ناشكرۍ لاس پورې كړ، نو بيا الله د هغو پر اوسيدونكو د هغو د كړو وړو دا خوند وڅكه چې د لوږې او ويرې غمونه پرې خواره شول،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : امنة مطمئنه يعنې نه دباندې ددښمن څه فکراوانديښنه وه اونه ددننه څخه کوم قسم فکراوتشويش په ډيرامن اوهوسايې سره به يې ژوندکاوه دخوراک لپاره غلي دانې ميوې اونورورته راوړل کيدل اوهرشى ورته ډيروپه کورناست هرقسم نعمت وررسيده نودهغه کلي اوسيدونکودالله تعالى Y دهغه نعمتونوقدرونه کړاوپه دنيوي خوندونوکې داسې مشغول اومصروف شول چې په دغه غفلت اومستې کې حقيقي منعم هم ددوى له ياده ووت بلکه دهغه په مقابل کې يې بغاوت ته ملاوتړله بالاخرالله تعالى Y ددغې ناشکرۍ اودنعمت دکفران خونديردوى وڅا که چې دامن اوهوسايې په ځاى خوف ويره اودروزۍ دډيروالې اوپريمانۍ په ځاى دلوږې اوقحط په مصيبت کې يې داسې اخته کړل لکې چې کالې داغوستونکې ځان احاطه کوي اويوه شيبه لوږه اوويره قحط اوخوف له دوينه نه بيليده شيخ الهندددې ايت ترجمه داسې کړې ده اووښودالله تعالى Y يومثال: يوکلى ؤ په امن اوډاډينه راتله هغه ته دفراغت روزې له هرځايه بياناشکرى يې وکوله دالله تعالى Y داحسانونوبياوڅاکه په هغه باندې الله Y خوندچې دهغه داهل دځان کالى شوه لوږه اوويره په بدل دهغه چې دوى کاوه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - ربما 14 ؛ سورة - النحل 16 ؛ آيت - 112 ] (16:112)