قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنْزَلَ هَٰؤُلَاءِ إِلَّا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وويل ( موسى بيا) خامخاپه تحقيق پوهيږې ( ته پخپل زړه كې ) چې نه دي نازلې كړي دغه ( نهه معجزې هيچا) مګررب داسمانونو اودځمكې ښكاره معجزې ( چې هره يوه زماپه نبوت دلالت كوي ) اوپه تحقيق زه خامخا ګومان كوم په تا اى فرعونه دهلاك شوي ( مغلوب كم عقله )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
موسى د هغه په ځواب كښې وويل " ته ښه پوهېږې چې دغه سترګې پرانستونكې نښانې داسمانونواوزمكې له پروردګارنه پرته بل چا نه دى نازلې كړي اوزماګومان دادى چې اى فرعونه ستا هلاكت اوكم بختي راغلې ده".
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې اګرکه ستاژبه انکارکوي مګرستا زړه ډيرښه پوهيږي چې دغه لويې نښي ستادسترګودخلاصولولپاره همغه قادراوقاهرالله درښوولي دي چې دآسمان اوځمکي حقيقي مالک دى اوس که کوم سړى عمدامحض دظلم اوتکبردليارې له حقه انکاروکړى دهغه په نسبت به پرته له دې نه څه خيال کاوه شي چې دده دتباهۍ وخت رارسيدلى دى له دې نه معلومه شوه چې ايمان دپوهيدلونوم نه بلکې دمنلونوم دى (وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا ) ١٩ ) جزدالنمل ١٤ ) آيت اوله رکوع ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - سبحٰن الذی 15 ؛ سورة - الإسراء 17 ؛ آيت - 102 ] (17:102)