فَأَرَادَ أَنْ يَسْتَفِزَّهُمْ مِنَ الْأَرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ جَمِيعًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نواراده وكړه ( فرعون ) ددې چې وخوځوي اولرې كړي دوى له ځمكې ( دمصر) نوډوب موكړفرعون اوهرهغه څوك چې له ده سره وو ټول .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په پاى كښې فرعون وپتييله چې موسىع او بنى اسرائيل له هېواد نه وشړي، خو مونږ هغه اود هغه ملګري يو ځاى غرق كړل
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : کله چې فرعون وليده چې ورځ په ورځ دموسى 4 اعتباراواثرزياتيږي نوداسې انديښنه ورته پيداشوه نه چې بني اسرائيل زوراوقوت ونيسې نوځکه يې دهغوى په زياتوربړولوشروع وکړه څودوى په مصرکې په امن اوراحت ژوندون ونه کړاى شي خوبالاخرمونږ همدغه فرعون اوفرعونيان پرې نښودل اودقلزم په بحيره کې موهغه ګردظالمان ډوب کړل .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - سبحٰن الذی 15 ؛ سورة - الإسراء 17 ؛ آيت - 103 ] (17:103)