Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(17:105) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وبالحق أنزلناه وبالحق نزل وما أرسلناك إلا مبشرا ونذيرا

وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ۗ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوپه حقه سره نازل كړى مودى دغه ( قرآن ) اوپه حقه سره نازل شوى دى ( اوله اوله ترآخره محفوظ دى ) اونه يې ليږلى مونږ ته ( اى محمده ! مګر) زيرى وركونكى ( مؤمنانوته په جنت سره ) اوويروونكى ( كافرانو ته په جحيم سره ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دغه قرآن مونږ پر حقه نازل كړيدى او په حقه دى نازل شويدى،او اى محمدهص! ته مونږ له دى پرته د بلې وظيفې لپاره نه يې لېږلى چې (څوك دې ومني هغه ته) زيري وركړې او( چې څوك دې ونه منى هغه ته) اخطار وركړې.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : دموسى 4 دمعجزواو نوروخبرودذکرکولوڅخه وروسته بيايې کلام دلوى قرآن په لورې وګرځاوه يعنې موسوى معجزې په خپل ځاى پريږدۍ ليکن هغه ښکاره معجزې چې محمد2 ته ورکړى شوى دى په هغوکې له ګردوڅخه لويه علمې معجزه همدغه عظيم الشان قران دى چې هغه موله حکمت سره سم په خپل عظيم علم اواعلى درجه صداقت مشتمل کړى اوليږلى دى اوپوره په همغه صداقت سره تاسې ته رسيدلى دى اوپه منځ کې يې لږ څه تغيراوتبديل هم نه دى واقع شوى . (فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أُنزِلِ بِعِلْمِ اللّهِ وَأَن لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ ) دهود٢ ) رکوع .
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا تفسير : يعنې منونکوته زيرى ورکړه اومنکران دالله تعالى Y له عذاب څخه ووير وه .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - سبحٰن الذی 15 ؛ سورة - الإسراء 17 ؛ آيت - 105 ] (17:105)