فَضَرَبْنَا عَلَىٰ آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
نوكيښوده مونږ( پرده ) په غوږونوددوى ( چې هيڅ غږ يې نه اوريده اوويده پراته وو) په غار كې كلونه په شمار.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
نو مونږ هغوى په هماغې څمڅه كښې په غوږونو ټپولو تر اوږدو كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې داسې يې پرغوږونووټپول چې تر کلونوکلونوپورې په همغه غارکې ويده پراته وواوديوې خوااوبلې خواله احواله له سره نه خبريدل اونه کومه خبره ددوى غوږوته رسيده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - سبحٰن الذی 15 ؛ سورة - الكهف 18 ؛ آيت - 11 ] (18:11)