وَعَرَضْنَا جَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لِلْكَافِرِينَ عَرْضًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اووړاندې (نزدې اوښكاره ) به كړوجهنم (دوزخ) په دې ورځ كافرانوته په وړاندې (اونزدې اوښكاره ) كولوسره (دويرولولپاره )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هماغه ورځ به وي چې مونږ دوزخ كافرانو ته ورمخې ته كړو،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې ياجوج او ماجوج به د سمندر د لويو ـ لويو څپو په شان په بې شماره اندازه په غورځنګونو راوځي او راتوئيږي به يايې مطلب دادى چې د ډيرې ويرى او اضطراب له امله به ګرد مخلوقات سره ګډوډ شى جن او انس به يو له بله سره خلط شى او د اسرافيل عليه السلام شپيلۍ به پو كړا شى ، له هغې وروسته به ګرد خلك د الله جل جلاله په حضور د محشر په ډګر كې سره راټول كړى شى او دوزخ به د كفارو ترستر ګولاندى وي . ښائي د كفارو تخصيص ددى دپاره كړى شوى وي چې اصلاً دوزخ يوازې د همدوى دپاره تيار شوى دى او د دوى په سترګو باندې په دنيا كې پردې لويدلې وې چې په هغه يې يقين او باور كړى واى او اوس هغه پردې ترې لرى شويدي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - الكهف 18 ؛ آيت - 100 ] (18:100)