Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(19:2) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ذكر رحمة ربك عبده زكريا

ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
( داچې لوستل كيږي) يادول دمهربانۍ درب ستادى په بنده خپل زكريا.
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دهغه رحمت يادونه ده چې ستا رب پر خپل بنده زكريا كړى و،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حضرت زكريا عليه السلام د ( بنى اسرائيلو ) له جليل القدرو انبياؤ څخه دى په بخارى شريف كې راغلى دي چې ده د نجارى ( تركاڼى ) كار كاوه او د خپل لاس د ګټى ډوډۍ به يې خوړله دده قصه پخوا لدينه د آل عمران د ( ۴ ) ركوع په تفسيركې تېره شوې ده هلته دې بيا ولوست شى !
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - مريم 19 ؛ آيت - 2 ] (19:2)