وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اويادكړه په دغه كتاب كې (قصه د) مريمې كله چې په څنګ شوه (لاړه) له كورنۍ خپلې هغه ځاى ته چې (دكورپه) شرقي (ډډه كې ) ؤ
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او اى محمده(ص)! پدې كتاب كښې د مريم حال درياد كړه، چې كله هغه له خپلو اړوندو كسانو په بېلېدو ختيزه خوا كښې ګوښه شوې وه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د حيض د غسل كولو دپاره همدغه ددې ړومبنى حيض و دغه بى بى په ديارلس كلنۍ يا پنځلس كلنۍ كې له ډير شرم او حياء نه له جمعيت څخه ګوښه شوه او داسې يو ځاى ته ولاړه چې د بيت المقدس په ختيځه خوا كې و . نو ځكه نصاراؤ د بيت المقدس همدغه ختيځه خوا خپله قبله وګرځوله . ( او زياترو علماؤ د نصاراؤ قبله مطلق مشرق ليكلى دى ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - مريم 19 ؛ آيت - 16 ] (19:16)