فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پس ونيوله له طرفه ددوى پرده (دحيض دغسل لياره ) نووليږه مونږدې ته (له غسل اوجامواغوستلونه وروسته ) روح خپل نوځان يې جوړكړدې ته سړى كامل .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او پرده يې نيولې له هغونه پټه ناسته وه. پدغه حالت كښې مونږ هغې ته خپل روح (يعنې پرښته) ولېږله او هغه د هغې په وړاندې په بشپره انساني بڼه كښې څرګنده شوه.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې حضرت جبرائيل عليه السلام لكه چې د پرښتو عادت دى چې په عمومى ډول په ښكلو بڼو ځانونه بدلوى د يوه ډير ښكولى زلمى په شكل راغى او امكان لري چې دلته د بى بى مريمى رضي الله عنها د انتهائې عفت او پاك لمنۍ امتحان هم مقصود وي چې داسې قوى محركاتو او دواعيو هم ددې د عفاف او تقوٰى جذباتو ته لږ څه حركت ورنه كړاى شو .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - مريم 19 ؛ آيت - 17 ] (19:17)