قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
وويل (جبرئيل) بيشكه همداخبره ده چې زه راليږلى شوى درب ستايم لپاره ددې چې وبښم تاته (په امردرب ستا) يوهلك صالح (ګناه نه پاك)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغه وويل ’’زه ستا دپروردګار استازى يم او ددې له پاره لېږل شوى يم چې تاته يو سپيڅلى هلك دركړم،،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې مه ويريږه كه زما په نسبت ستا په زړه كې كوم خراب خيال پيداشوى وى هغه لرى كړه ! زه انسان نه يم بلكه ستا دهغه رب لخوا ( چې ته هغه ته پناه وړې ) راليږلې شوې پرښته يم او ددې دپاره راغلې يم چې د پاك الله جل جلاله له طرفه تاته يو پاك ، مبارك او نيكمرغه هلك دركړم په ( غُلاَمًا زَكِيًّا ) كې ديته اشاره ده چې هغه د حسب ، نسبت ، اخلاقو او نورو په اعتبار بيخي پاك وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - مريم 19 ؛ آيت - 19 ] (19:19)