Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(10 (11 (12 (13 (14 (15 (16 (17 (18 (19 (1:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(19:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قالت أنى يكون لي غلام ولم يمسسني بشر ولم أك بغيا

قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وويل مريمې (له ډيره تعجبه) څرنګه به پيداشي ماته زوى حال داچې نه دى رسيدلى ماته هيڅ بشر(په نكاح) اونه ومه زه هيچيرې بدكاره
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مريم وويل((زما به څنګه هلك وشي چې كله زه كوم بشر لمس كړې قدرې نه يم او نه زه كومه بدكاره ښځه يم؟،،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : د بى بى مريمى رضي الله عنها په زړه كې الله جل جلاله دغه يقين ورپيداكړ چې بيشكه دغه پرښته ده خو په دې تعجب كې شوه چې ميړه نه لري څو په حلاله توګه ورسره يوځاى شى او بدكاره هم نه ده چې په حرامه توګه اولاد راوړي نو دا به څرنګه امكان ولرى چې په داسې حالت كې يو سپيڅلى هلك ور په برخه شى ؟ لكه چې حضرت زكريا عليه السلام له دې نه په لږ عجيب بشارت باندې سوال كړى ؤ
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - مريم 19 ؛ آيت - 20 ] (19:20)