Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(20:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فلما أتاها نودي يا موسى

فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَىٰ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 پس كله چې راغى هغه ( اورته ) نوغږ ورته
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هلته چې ورسېده غږ وشو((اى موسى(ع)!
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : ددې قصې مختلف اجزاء د القصص ، طه او الاعراف له سورتونو څخه جمع كېداى شي دلته له ( مدين ) څخه د ( مصر ) په طرف د حضرت موسٰى عليه السلام د بېرته ورتګ واقعه ذكر شوې ده په ( مدين ) كې د حضرت موسٰى عليه السلام نكاح د حضرت شعيب عليه السلام د لور سره تړل شوې وه حضرت موسٰى عليه السلام په مدين كې له څوكاله پاتې كېدلو څخه وروسته ( مصر ) ته د بېرته تللو اراده وكړه دده سره دده حامله ( اميدواره ) ښځه د ( حضرت شعيب عليه السلام لور بي بي صفوراه رضي الله عنها ) هم ملګرى وه شپه تپه تياره وه يخني او ساړه هم شدت درلود له دوى سره د اوزو رمه هم وه په دغه حالت كې له دوى څخه لاره هم وركه شوه او اوزې هم سره خپرې ورې شوې په عين زمان كې بى بى صفوراه رضي الله عنها د ولادت په درد هم اخته شوه په دغه تپه تياره كې ډير پريشانه شول اور هم نه و چې په هغه سخته يخنۍ كې يې ځانونه پرې تاوده كړي واى او له چقمق څخه هم اور په لاس ورنغى په دغو مصيبتونو او تيارو كې يې يو ناڅاپه له لرې څخه يو اور وليد چې هغه فى الحقيقت دنيوي اور نه و د الله جل جلاله د جلال نور يا ناري حجاب و ( چې د هغه ذكر د مسلم په حديث كې راغلى دى ) موسٰى عليه السلام پرې د ظاهري اور ګمان وكړ او بي بي صفوراه رضي الله عنها ته يې وويل تاسې همدلته كينئ زه ځم ښائي له هغه اور څخه تاسې ته يوه لمبه راوړم يا هلته يو داسې څوك پيداكړم چې مونږ ته لار راوښيي .
وايي څه مهال چې حضرت موسٰى عليه السلام هغه پاك ميدان ته ورسېد يوه عجيبه ننداره يې وليده چې په يوه تكه شنه ونه كې په ډير شدت سره اور بليږي او ډيرې لويې لمبې ترې پورته كيږي خو په كومه اندازه سره چې اور په خپل شدت او تېزوالي سره بليږي او لمبې ترې پورته كيږي په همغه اندازه سره دغه ونه تكه شنه او ډيره ښكولې ښكاري او ټولې پاڼې او څانګې يې په ډير لطافت ، نظافت او ظرافت سره رپېږي او سره ښوريږي او په هره اندازه چې ددې ونې شينوالى ، سمسورتيا او ښكوليتوب زياتيږي په همدغه اندازه دغه اور هم لاپسې شدت كوي .
موسٰى عليه السلام قصد وكړ چې دغې ونې ته نژدې شي كه ددغې ونې كومه لښته يا څانګه وسوځي او لاندې ولويږي نو له ځان سره به يې يوسي ليكن په هره اندازه به چې موسٰى عليه السلام دغه اور ته نژدې كېده په همغه اندازه به دغه اور ترې لرې كېده او كله چې وويرېد او ويې غوښتل چې ترې وتښتي نو اور په ده پسې راته او تعاقب يې كاوه د همدغه حيرانتيا او دهشت په حالت كې يو غږ پورته شو چې : ( إِنِّي أَنَا رَبُّكَ ) ګواكى ددغې ونې نه بلا تشبيه ددې وخت د بيسيم تيليفون د آلې په شان غږ پورته كېده .
امام احمد رحمه الله له وهب رضي الله عنه څخه نقل كړى دى كله چې موسٰى عليه السلام د ( يا موسٰى ) غږ واورېد نو څو ځلې يې ( لبيك ) وويل او عرض يې وكړ چې ( زه ستا غږ اورم او د حركت احساس دې كوم مګر نه دې وينم چې ته چيرې يي غږ وشو چې زه ستا له پاسه يم تا سره يم ستا په مخكې يم او ستا تر شاه يم او تاته ستا له ځان ډير درنژدې يم ) وايي چې موسٰى عليه السلام له هرې خوا او د خپل هر ويښته له بيخ څخه د الله جل جلاله كلام اورېده .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - طه 20 ؛ آيت - 11 ] (20:11)