يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَٰنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
په دغه ورځ ( دقيامت ) كې به نه رسوي فايده شفاعت ( هيچاته ) مګرهغه چاته چې اجازه وكړي دهغه په حق كې رحمن ( چې شفاعت يې وكړى شي ) اوخوښه كړي ( الله ) دهغه ( مشفوع ) خبره
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
په هغه ورځ به شفاعت په درد نه خوري، مګر دا چې چاته رحمن د هغه اجازه وركړي او دهغه خبره اورېدل خوښ كړي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د هغه چا سپارښت به چليږي چې ورته د الله جل جلاله له طرفه د سپارښت اجازه وركړې شوې وي او د هغه وينا د پاك الله جل جلاله خوښه وي او خورا ښې خبرې يې كړې وي او دداسې سړي سپارښت وكړي چې د هغه مشفوع خبره ( لااله الا الله ) د پاك الله جل جلاله خوښه شوې وي د كفارو په حق كې د هيچا سعى او سپارښت له سره په درد نه خوري او نه چليږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - طه 20 ؛ آيت - 109 ] (20:109)