وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوذليل شول ( خاوندان د) مخونوهغه تل ژوندي قائم تدبيروالا( دعالمونو) ته اوپه تحقيق خراب نااميده شوهرهغه څوك چې پورته يې كړباردظلم .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
د خلكو سرونه به د هغه تل تر تله ژوندي د كائناتو مدبر په وړاندې ټيټ شي نامراده به وي په هغه وخت كښې چاچې د ظلم دګناه پيټى را اخيستى وي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې په دغه ورځ كې به د هغو لويو ــ لويو سركښو متكبرانو سرونه هم په ښكاره ډول سره ددغه حى او قيوم الله جل جلاله په دربار كې د ډيرو ذليلو او سپكو بنديانو په شان ښكته او پټ وي چې هغوى پخوا له دې نه له سره د الله جل جلاله په مقابل كې خپل سرونه نه وو ټيټ كړي په دغه وخت كې به په ډيرې عاجزۍ سره خپلې غاړې ږدي .
وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا
تفسير : يعنې د ظالمانو له حاله به څه پوښتنه كوې حال به يې ډير خراب وي د ظلم په لفظ كې شرك او نور ګناهونه هم داخل دي لكه چې د لقمان د سورت په ۲ ركوع ۱۳ آيت ۲۱ جزء كې راغلي دي : (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ) او د آل عمران په ۱۴ ركوع كې ( وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ) لولو د هر يوه ظالم خرابي به د هغه د ظلم له درجې سره برابره وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - طه 20 ؛ آيت - 111 ] (20:111)