وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوهرڅوك چې وكړي له ښو(عملونو) څخه حال داچې وي مؤمن پس نه ويريږي ( دى په آخرت كې ) له ظلم اونه نقصان نه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغه چاته به د څه ظلم او حق ضايع كېدو خطر نه وي چې ښه عمل وكړي او ددې ترڅنګ هغه مومن هم وي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : بې انصافي دې ته وايي چې كومه نيكي يې ضايع كړاى شي يا يې په هغه ګناه ونيسي چې يې كړې نه وي او نقصان رسونه داده چې له استحقاقه لږ ثواب او بدل وركړى شي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - قال الم 16 ؛ سورة - طه 20 ؛ آيت - 112 ] (20:112)