Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(21:10) (آيت نمبر:سورة نمبر)
لقد أنزلنا إليكم كتابا فيه ذكركم أفلا تعقلون

لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 خامخانازل كړى دى مونږتاسې ته يوكتا ب چې په هغه كې ذكر ( پند) ستاسې دى آياپس تاسې عقل نه لرئ ( چې ايمان پرې راوړئ )
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اى خلكو! مونږ تاسې ته داسې يو كتاب لېږلى دى چې په هغه كښې همدا ستاسې يادونه ده، ايا تاسې نه پوهېږئ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې د پاك قرآن په وسيله تاسې ته هرقسم پند او نصيحت دركړى شوى دى او د ټولو ښو او بدو پاى او انجام درښودل شوى دى كه لږ عقل او سد هم ولرئ نو زيار او كوښښ به كوئ چې د الله جل جلاله له عذابه ځان وساتئ او د پاك قرآن قدر او عظمت په ښه شان سره وپيژنۍ چې په حقيقت كې ستاسې د لويې او شرف دپاره يو لوى سند او قاطع برهان دى ځكه چې ستاسې د قوم په ژبه او ستاسې د قوم په يوه كامل فرد باندې نازل شوى دى او په دنيا كې يې تاسې ته دائمي وياړ او شهرت دربښلى دى كه تاسې د خپل دغسې محسن قدر نه پيژنئ او خبرو ته يې غوږ نه كېږدئ نو په دنيا كې به خوار او ذليل شئ او د اخرت عذاب به بېل تاسې ته چمتو او تيار شي له دې نه وروسته د هغو قومونو دنيوي پاى او انجام بيانوي چې هغوى له انبياؤ سره دښمني او په خپلو ځانونو يې ظلم او تېرى كړى و .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اقترب 17 ؛ سورة - الأنبياء 21 ؛ آيت - 10 ] (21:10)