Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(21:15) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فما زالت تلك دعواهم حتى جعلناهم حصيدا خامدين

فَمَا زَالَتْ تِلْكَ دَعْوَاهُمْ حَتَّىٰ جَعَلْنَاهُمْ حَصِيدًا خَامِدِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وبه وايي اى هلاكته زمونږ( راحاضرشه دغه دې وخت دى ) بيشكه مونږووظالمان .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او هغوى همدغه نارې وهلې تردې پورې چې مونږ هغوى لو كړل، مړه شول يخ كرخ پرېوتل.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې كله چې عذاب يې په خپلو سترګو وليد نو هلته يې په خپلو جرمونو اعتراف وكړ او درګرده به يې داسې چيغې وهلې چې بېشكه مونږ ظالمان او مجرمان يو لېكن اوس د دوى دغه افسوس او حسرت څه په درد خوري ؟
داد توبې د قبول وخت نه و ددې وخت اعتراف او ندامت ګرد سره بابېزه او بيكاره وو او بالاخر په دې ډول سره ختم كړى شو لكه چې شين كښت يو دم ورېبلى شي او درمند شي يا په اور كې د سوځيدلو لرګيو د ايرې د ډيرى په شان پاتې كيږي ( العياذبالله تعالى )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اقترب 17 ؛ سورة - الأنبياء 21 ؛ آيت - 15 ] (21:15)