Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(21:101) (آيت نمبر:سورة نمبر)
إن الذين سبقت لهم منا الحسنى أولئك عنها مبعدون

إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَىٰ أُولَٰئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 بيشكه هغه كسان چې ړومبى شوې ده دوى ته له ( جانبه د) مونږه نيكه مرتبه ( سعادت ، نجات ) دغه كسان به له دې دوزخ څخه لرې كړى شوي وي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
پاتې شول هغه خلك چې د هغو له پاره زمونږ له پلوه د ښېګڼې فيصله دمخه شوې وي نو هغوى به په باوري ډول له هغه نه ليرې وساتل شي،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې يو ځل به د صراط له پل څخه تيريږي بيا به تل له دوزخ څخه لرې اوسيږي او د تېرېدلو په وخت كې به هم د دوزخ له تكليف ، الم او درد څخه بيخي خلاص وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اقترب 17 ؛ سورة - الأنبياء 21 ؛ آيت - 101 ] (21:101)