Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(21:105) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ولقد كتبنا في الزبور من بعد الذكر أن الأرض يرثها عبادي الصالحون

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخامخاپه تحقيق ليكلي دي مونږپه زبوركې وروسته له نصيحت څخه داچې بيشكه دغه ځمكه مالكان كيږي به يې ( بالاخرهغه ) بندګان زماچې نيكان دي ( اوپه ميراث به يې وړي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اوپه زبور كښې مونږله نصيحت نه وروسته ليكلي دي چې د زمكې وارثان به زمونږ غوره بندګان وي،
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې له كاملو وفادارو بندګانو سره الله جل جلاله وعده كړې ده چې د هغوى په برخه كې ددنيا او اخرت برى او كاميابي ده او دوى ددې دنيا او د جنت د ځمكې وارثان ګرځول كيږي لكه چې د ( الاعراف ) په ۱۵ ركوع كې يې ويلي دي ( إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ) او د المؤمن په ۶ ركوع كې راغلي دي ( إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ ) او د النور په ۷ ركوع كې ويلي دي ( وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ ) دا داسې حتمي او قطعي وعده ده چې الله جل جلاله د هغې خبر په خپلو شرعيه او قدريه و كتابونو كې وركړې ده ( په لوح محفوظ ) او ( ام كتاب ) كې يې هم دغه وعده درج كړې ده او د انبياؤ عليه السلام په ژبو يې پرله پسې مكرراً د هغه اعلان كړى دى د داود عليه السلام په كتاب ( زبور ) په ۳۷ او ۲۹ كې راغلي دي چې ( صادقان به دځمكې وارثان وي ) لكه چې ددې محمدي امت كامل وفادار او صادق بندګان تر يوې اوږدې مودې پورې د ځمكې وارثان وو دغو صالحانو ، صادقانو په شرق او غرب كې آسماني سلطنت جاري او قايم كړ هر چيرې يې د عدل او انصاف بيرغونه ودرول ، د حق دين غږ يې په ټوله دنيا كې پورته كړ او د نبي كريم صلی الله عليه وسلم افضل الصلوات والتسليم دغه پخوا ويل ( پېشګويي ) د دوى په لاسونو پوره شول ( ان الله تعالٰى زوى لى الارض فرايت مشارقها ومغاربها وان امتى سيبلغ ملكها ما زوى لى منها ) او همدغه قسم هغه بل پخوا ويل د امام مهدي او حضرت مسيح عليه السلام په زمانه كې به خامخا پوره كېدونكي وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اقترب 17 ؛ سورة - الأنبياء 21 ؛ آيت - 105 ] (21:105)