Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(21:109) (آيت نمبر:سورة نمبر)
فإن تولوا فقل آذنتكم على سواء وإن أدري أقريب أم بعيد ما توعدون

فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ آذَنْتُكُمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۖ وَإِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ أَمْ بَعِيدٌ مَا تُوعَدُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 پس كه وګرځيدل دوى ( له ايمان څخه) اوووايه ( اى محمده ) چې خبروم زه تاسې ( په هغه شي چې زه پرې ماموريم ) په برابرى سره اونه پوهيږم زه چې آيانژدې دى كه لرې دى هغه څه چې تاسې سره وعده شوې ده ( چې دنيوي عذاب يااخروي عقاب دى ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
كه هغوې مخ واړوي نو ووايه چې ما په څرګنده مساوي توګه تاسې خبر كړي ياست اوس زه پدې نه پوهېږم چې هغه څه چې تاسې سره د هغه وعده كېږي نژدي دى كه ليرې.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : كه د حجت د دومره اتمام نه وروسته هم تاسې حق نه منئ او د توحيد په طرف نه راځئ نو ما تاسې ته خبر دركړى دى چې اوس زه له تاسې څخه بېزار يم تاسې له مانه بېل او زه له تاسې څخه بېل يم ستاسې عمل له تاسې سره مل او زما عمل له ما سره مل دى او هريو به د خپل ــ خپل عمل نتيجه وګوري حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكي : دواړه طرفه برابر يعنې اوس تاسې دواړه خبرې كولى شئ ( چې قبول يې كړئ يا يې رد كړئ ) په يوه طرف تاسې باندې زور نه دى اچول شئ ( ځينو مفسرينو ددې آيت داسې ترجمه كړې ده : پس ووايه دوى ته چې خبرمې كړئ په دى په داسې حال کې چې برابريوسره زه اوتاسې په دې پوه کې چې مې نه دى پټ كړي هيڅ شى له تاسې نه يا غږ مې درباندې وكړ د جنګ چې ورته تيار شئ ! ) ( وَإِنْ أَدْرِي ) نه پوهيږم زه چې آيا نژدې دى كه لرې دى هغه څه چې تاسې سره يې وعده كيږي ) يعنې ستاسې له نه منلو څخه د عذاب د وقوع كومه وعده چې شوې ده هغه هرومرو كېدونكې ده زه نه يم خبر چې هغه به ژر واقع شي ياپه زنډ!
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اقترب 17 ؛ سورة - الأنبياء 21 ؛ آيت - 109 ] (21:109)