Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(21:112) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قال رب احكم بالحق وربنا الرحمن المستعان على ما تصفون

قَالَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ ۗ وَرَبُّنَا الرَّحْمَٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وويل ( رسول ) اى ربه زماحكم وكړه په منځ زمونږكې په حقه سره اورب زمونږډيرمهربان دى مرسته ترې غوښتل شوې ده په هغوخبروچې بيانوئ تاسې ( اووايئ چې ولې نه معذب كيږواونور)
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
(په پاى كښې) پېغمبر(ص) وويل چې ((اى زما ربه ! په حقه سره فيصله وكړه ، او اى خلكو ! تاسې چې كومې خبرې جوړ وئ د هغو په مقابل كښې زمونږ مهربان رب زمونږ له پاره د مرستې اسره ده،،.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې لكه څنګه چې د هرې معاملې فيصله له انصاف سره سم ستا شان دى نو له هغې سره سم زما او زما د قوم په منځ كې ژر تر ژره فيصله وكړه .
وَرَبُّنَا الرَّحْمَنُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ
تفسير : يعنې يوازې له هغه ځينې مونږ خپله فيصله غواړو او د كفارو د خرافاتو په مقابل كې له ده څخه مرسته غواړو او په همدې شان دعاګانې نورو انبياؤعليهم السلام هم كولې لكه چې د ( الاعراف ) په ۱۱ ركوع كې راغلي دي ( رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ ) ځكه چې دوى په خپل حقانيت او صداقت او د الله جل جلاله په عدل او انصاف باندې پوره باور او اعتماد درلود .
تمت سورة الانبياء ولله الحمد والمنة .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - اقترب 17 ؛ سورة - الأنبياء 21 ؛ آيت - 112 ] (21:112)