Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(26:111) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قالوا أنؤمن لك واتبعك الأرذلون

قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 نووويل ( كفارو) آياايمان راوړوپه تا( اى نوحه ) حال داچې متابعت كړى دى ستارذيلانو، خوارانو( په ايمان راوړوپه تا) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
هغو ځواب وركړ : ايا مونږ تاومنو پداسې حال كښې چې ستا پيروى ډيرو رذيلو (خوارو) خلكو غوره كړيده؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې يو څو تنه خواران او غريبان د ځان ښودنو دپاره له تا سره يو ځاى شوي دي كله چې ستا تابعان داسې خلك نه دي چې په لوړو كارونو كې لاس ووهي نو له سره له دوى څخه كوم لوى كار هم نه څرګنديږي او زمونږ فضل او شرف له سره مونږ ته اجازه نه راكوي چې له دغو ټيټو خلكو سره كېنو يا له دوى سره څنګ په څنګ چېرې لاړ شو ړومبى خو تاسې دوى له خپل مجلس څخه لرې كړئ ! بيا نو له مونږ سره خبرې وكړئ !
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - الشعراء 26 ؛ آيت - 111 ] (26:111)