إِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ليکن هغه څوك چې ظلم يې كړى وي ( په ځان خپل ) بيابدل راوړي نيكي وروسته له بدۍ ( چې په صدق سره ثابته شي ) پس بيشكه زه ښـه بښونكى يم ( دګناهونو) ډيررحم لرونكى يم ( داجراوثواب په انعام سره نوتوبه قبلوم اومغفرت به ورته كوم ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مګر داچې چا قصور كړى وى بيا كه هغه له بدۍ څخه وروسته په نيكۍ سره (خپل فعل ) بدل كړ نو زه بښونكى مهربان يم.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : دغه منقطعه استثناء ده يعنې وروسته له دې نه چې د الله جل جلاله قرب ته ورسېدې تا ته هيڅ وېره او اندېښنه نه ده په كار خوف او اندېښنه يواځي هغه چاته په كار ده چې كومه ګناه يا خطا يا تقصير يې كړى وي چې د هغه په نسبت هم زمونږ په دربار كې داسې قاعده شته چې له ګناه څخه وروسته كه كوم سړى په صدق او اخلاص سره توبه وباسي او خپل اعمال او احوال اصلاح او درست كړي او د نېكو او حسناتو په وسيله خپلې بدى او سيئات محو او ورك كړي نو الله جل جلاله يې په خپل رحمت سره معافوونكى دى .
حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكي : ( حضرت موسٰى عليه السلام په سهو او خطا سره يو كافر وژلى و نو همغه د قصاص وېره دده په زړه كې وه چې هغه هم دلته وروبښل شوه ) .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - النمل 27 ؛ آيت - 11 ] (27:11)