وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ ۖ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوننه باسه لاس خپل په ګريوان خپل كې نوراوبه وځي ( دخپل طبعي رنګ په خلاف ) تك سپين بې له كومه عيبه ( اومرض نه پس سره له دې دواړومعجزوچې حساب دي ) په نهومعجزوستاكې ( ورشه ) طرف دفرعون ته اوقوم دده ته بيشكه دوى دي يوقوم فاسقان ( وتونكي له فرمان نه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او خپل لاس پخپل ګرايوان كښې ننباسه.ځلانده به راووځي بې له څه عيبه.دا ( دوه نښانې ) له نهونښانو څخه دي دفرعون او دهغه د قوم لوري ته ( دتلو لپاره ) هغوى ډېر بدكاران له اطاعت نه سرغړوونكي دي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : ددغو معجزاتو بيان د ( بني اسرائيل ) په سورت كې د ( وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيت بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءهُمْ ) آيت لاندې ليكل شوي دي هلته دې په ۱۷ ركوع كې ولوستل شي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - النمل 27 ؛ آيت - 12 ] (27:12)