حَتَّىٰ إِذَا أَتَوْا عَلَىٰ وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ترهغې پورې كله چې راغلل دوى په كنده دميږيو نووويل يوه ميږې ( چې دنورومشرؤ) اى ميږيو! ننوځئ ټول سوړوخپلوته چې مات اوچيت پيت مونه كړي هرومروتاسې لره سليمان اولښكرې دده حال داچې دوى به نه وي پوه ( ستاسې له دې پائماليدونه ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
( يو ځل يې له هغوسره سفر كاوه ) تردې پورې چې كله دوى ټول دمېږيانو ناوءته ورسيدل نو يو مېږي وويل اى مېږيانو ! پخپلو غارونو كښې ننوځئ ، نه چېرته داسې وشي چې سليمان او دهغه لښكرې موچيت كړي او هغوى به خبر هم نه وي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې حضرت سليمان عليه السلام له خپل لاولښكر سره له داسې يو ميدان څخه تېرېده چې هلته د مېږيانو ډيره لويه وداني وه .
تنبيه : په كوم ځاى كې چې ډېر مېږيان سره راټول شي او هلته په خپل ذوق او سليقه كورونه جوړ كړي هغه ته په عربي ژبه ( قرية النمل ) وايي ( يعنې د مېږيانو كلى ) مفسرينو په مختلفو هېوادونو كې دداسې ميدانونو او بيدياؤ نښه او پته لګولې ده چې هلته د مېږيانو خورا زيات كورونه او كلي شته چې ددغو څخه په يوه باندې په اتفاقي ډول حضرت سليمان عليه السلام تېر شو .
قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
تفسير : يعنې سليماني لښكر خو داسې نه دي چې عمداً او په قصد سره تاسې ووژني هو امكان لري چې د ناپوهى او بې خبرۍ په سبب لټاړ شئ ! حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكي : ( د ميږي غږ هيڅ يو انسان نه شي اورېداى خو د سليمان عليه السلام غوږ ته د دوى دغه خبرې ورسېدې او ده له هغو څخه معلومات حاصل كول ) نو داد هغه معجزه شوه .
تنبيه : حيوان پېژندونكو پوهانو له كلونو ــ كلونو راهيسې چې كومې تجربې كړې دي له هغو څخه دا څرګنديږي چې دغه خوار او حقير ساكښ او خوځنده هم په خپل اجتماعي ژوند او سياسي نظام كې انساني كارونو ته ډير زيات ورته والى او نژدېوالى لري او ددغو چارو او اداره په ډير عجيب او غريب ډول سره كوي د انسانانو په شان مېږيان هم د كورنيو او ټبرو او قبائلو خاوندان دي په دوى كې هم د تعاون او خواخوږۍ جذبات شته د دوى د اعمالو تقسيم او د حكومت نظام د انسانې اداراتو سره ډير قريب او متشابه ليدل كيږي اروپايي محققان ډير زيات وخت په هغو اطرافو او ځايونو كې اوسيدلي دي چې هلته د ميږيانو كورونه او كلي ډير وو او دوى د خپلو تتبعاتو ډير زيات ارزښناك معلومات سره راټول كړي دي افسوس چې په دې لنډځاى كې هغه نه ځائيږي محض ددغه مقام له مناسبت سره د ( مصري دائرة المعارف ) وروستۍ جملې رانقلوو : ( فمتٰى داهم عدو قرية النمل اختفت العملة وخرجت الجنود للقتال والنضال فيخرج اولاً واحد منها للاستطلاع ثم يعود مخبراً بما راى وبعد هنيهة تخرج ثلاثة او اربعة يتبعها عدد كثيف من الجيوش بادية عليهم علائم الحنق فتلدغ كل ما صادفة ولاتغلت من تلدغه ولو قطعت ارباً ، ارباً فاذا انتهى القتال رجع الفعله فاعادو ابناء ماتهدم يتخللها عدد من الجنود للحراسة لا للعمل ) په دغو جملو كې دغه خبره راڅرګنده شوه كله چې دوى له خطرى څخه خبر شي يو ميږى د باندې وځي او لازم معلومات ځانته حاصلوي او بيا دغه معلومات ژر تر ژره خپل قوم ته وړي او هغوى له كيفيت څخه خبروي باقي د مېږيانو له احواله د سليمان عليه السلام خبرېدل اوبياد هغو په خبرو دده پوهيدل يو خارق العاده كار ؤ .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - النمل 27 ؛ آيت - 18 ] (27:18)