لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
خامخاعذاب به وركړم زه هرومروده ته عذاب سخت ( مثلادهغه وزرونه اوبڼكې به وشكوم) ياخامخاحلال به كړم هرمروزه دى يابه خامخاراوړي دى هرومروماته برهان دليل ښكاره ( دخپل غياب چې له دې كبله حاضرنه وم ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
زه به هغه ته سخته سزا وركړم ، يابه يې ذبح كړم ، يا به هغه ارومرو ماته معقول دليل وړاندې كوي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې د خپلې غيرحاضرئ كوم واضح او ښكاره دليل به راوړاندې كړي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - النمل 27 ؛ آيت - 21 ] (27:21)