إِنِّي وَجَدْتُ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
بيشكه چې ماموندله يوه ښځه چې پاچاهي يې كوله په دغه ( دسباپه خلقو) اووركړى شوى دى دغې ( ښځې ) ته له هرشي نه ( چې پاچايانوته وركولى شي ) . اوشته دې ته تخت ډيرلوى .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ماهلته يوه ښځه وميندله چې دهغه قوم حكمرانه ده هغې ته هر راز وسايل وركړل شويدى او دهغې ډېر لوى تخت دى.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : په ( من كل شئ ) مال ، اسباب ، لښكر ، ښائست او ښكلا ټول شيان راغلل .
وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ
تفسير : يعنې ددې ملكې تخت داسې مرصع ، ښكلى او ډير ارزښناك دى چې د هيڅ يو پاچا تخت دغسې نه دى مفسرينو ددغې ملكې نوم ( بلقيس ) ليكلى دى والله اعلم .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - النمل 27 ؛ آيت - 23 ] (27:23)