وَجَدْتُهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
ومې موندله دغه ښځه اوقوم ددې چې سجده كوي دوى لمرته بې له الله اوښائسته كړي دي دوى ته شيطان عملونه ددوى پس منع كړي دي ( شيطان ) دوى له سمې صافې لارې نه پس دوى نه مومي سمه صافه لاره
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ماهغه داسې وميندله چې هغه او دهغې قوم دالله په ځاى د لمرپه وړاندې سجده كوي شيطان دهغو عملونه د هغو لپاره ښايسته كړي او هغوى يې له لارې ائولي دي، له دې امله هغوى سمه لاره نه مومي.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې هغه قوم مشركان او د لمر عابدان دي او شيطان دوى له لارې څخه ويستلي دي او د شرك دودونه او رواجونه يې په نظر كې ښائسته كړي دي نو ځكه دوى د هدايت لاره نشي موندلاى هدهد په خپلې دغې وينا سره ګواكې سليمان عليه السلام ته ترغيب وركړ چې ددغه قوم په خلاف جهاد وكړي
( منع كړي دي شيطان دوى د سمى لارې څخه په دې شان : )
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - و قال الذين 19 ؛ سورة - النمل 27 ؛ آيت - 24 ] (27:24)