Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(28:15) (آيت نمبر:سورة نمبر)
ودخل المدينة على حين غفلة من أهلها فوجد فيها رجلين يقتتلان هذا من شيعته وهذا من عدوه فاستغاثه الذي من شيعته على ا

وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَٰذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَٰذَا مِنْ عَدُوِّهِ ۖ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ ۖ قَالَ هَٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوننوت ( موسى ) ښار( دمصر) ته په وخت دغفلت داهل دهغه كې ( دغرمې په وخت كې چې ويده ؤ) پس ويې موندل په دغه ښاركې دوه سړي چې جګړه يې سره كوله دغه يو( سبطي ) له تابعانوددغه ( موسى نه ؤ ) اوهغه ( بل قبطي ) له دښمنانوددغه ( موسى ) ؤ پس مرسته وغوښته دغه(سبطي) چې له تابعانوددغه ( موسى ؤ ) په هغه ( قبطي ) چې له دښمنانودده څخه ؤنوپه سوك وواهه هغه ( قبطي ) لره موسى پس قضاء وكړه ( الله ) په دغه قبطي ( چې مړيې كړپه سوك دموسى سره كله چې دوژلوقصديې نه ؤ كړى اونه ؤمامورپه قتل دهغه نوځكه ) وويل ( موسى ) چې دغه كارله عمله دشيطان دى ، بيشكه چې دغه ( شيطان ) دښمن دى ( دانسانانو) لغزوونكى دى ښكاره
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
( يوه ورځ ) هغه ښارته په داسې وخت كښې ننووت چې.د ښار خلك په غفلت كښې وو.هلته هغه وميندل چې دوه تنه په جګړه دي.دا يود هغه د خپل قوم څخه وء او دا بل دهغه د دښمن په قوم پورې مربوط وء.د هغه دقوم سړي د دښمن د قوم دوګړي پرخلاف له هغه نه مرسته وغوښتله موسى هغه يوسوك وواهه او دهغه كاريې پاى ته ورساوه.( د دې حركت له صادرېدلو سره سم ) موسى وويل (( دادشيطان په لمسون كار دى ، هغه سخت دښمن اوښكاره بېلارې كوونكى دى )).
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : حضرت موسٰى عليه السلام د زلمي توب په وخت يوه ورځ په داسې حال كې ښار ته ورسېد چې خلك غافل ويده وه ښايي چې د شپې يا به د غرمې وخت و حضرت موسٰى عليه السلام چې كله زلمى شو د فرعون له قوم نه د دوى د ظلم او كفر له سببه بېزاره و او تل به يې له بني اسرائيلو سره ناسته او ولاړه كوله دده د مور كور د ښار نه د باندې و حضرت موسٰى عليه السلام به كله ــ كله هلته ورته او كله به د فرعون كره هم ورته د فرعون قوم ( قبط ) دده دښمن و او داسې به يې دده په نسبت ويل چې دى د بل قوم يو زلمى دى نه چې د زور او قوت خاوند شي موسٰى عليه السلام يوه ورځ وليدل چې دوو سړيو په خپلو منځو كې جنګ سره كاوه چې يو يې سبطي ( اسرائيلى ) او بل يې قبطي و كله چې اسرائيلي موسٰى عليه السلام وليد ورنارې يې كړې چې : ( راشه ددغه قبطي له ظلم نه مې خلاص كړه ) وايي چې دغه قبطي د فرعون د مطبخ يو سړى و موسٰى عليه السلام لا له پخوا څخه د قبطيانو د ستم او ظلم او تېري څخه خبر و كله چې دلته موسٰى عليه السلام په خپلو سترګو دده لاس اچول او تېرى وليد دده د غيرت رګ هم وخوځيده ممكنه ده چې د پوهولو او لارښوونو او پند او نصيحت كولو په وخت كې به دې قبطي موسٰى عليه السلام ته هم ځينې سختې خبرې كړې وي لكه چې په ځنو تفاسيرو كې راغلى دى لنډه دا چې موسٰى عليه السلام تش د تاديت او وېرولو لپاره په سوك وواهه څرنګه چې موسٰى عليه السلام ډير يو قوي زلمى و په همغه سوك سره يې دغه قبطي وواژه حال دا چې پخپله موسٰى عليه السلام ته دا نه وه معلومه چې زما په يو سوك به داسې يو قوي سړى يو په يو مري نو پښېمانه شو چې ولې يې بې قصده خون راپه غاړه شو منو چې دغه قبطي يو حربي كافر او ظالم و او د موسٰى عليه السلام نيت هم تش دده تاديت و او نه يې غوښت چې ويې وژني مګر دغه خو يوه ښكاره خبره ده چې په دغه وخت كې جنګ او جهاد نه و نښتى او موسٰى عليه السلام قبطيانو ته د سبطيانو له طرفه د جنګ اعلان نه و وركړى بلكې دده له هغه مطمئن او آرام ژوند څخه چې په مصر كې له اول څخه معروف او مشهور و او ګردخلك دده د لوري مامون او ډاډه وو چې دى بې موجبه د چا له ځان او مال او نورو شيانو سره هيڅ كار او رابطه نه لري بيا امكان لري چې د غيظ او غضب په ځوښ كې د هغې معاملې تحقيق هم په سر سري ډول سره شوى وي او د سوك وهلو په وخت كې يې فكر ونشو چې په څه اندازه سره هغه ووهلى شي ؟ او څرنګه وهل د تاديت لپاره بس او كافي دي ؟ له بله طرفه ددغه بې ارادې قتل په اثر دغه فكر او اندېښنه پيداكېده نه چې د ګوند او ګوند بازۍ اور يو ځلې بل او د نورو مصائبو او فتنو دروازې پرانيستلې شي نو ځكه موسٰى عليه السلام له خپل عمل څخه سخت پښېمانه او متاثر شو او داسې وپوهېده دده په دغه كار كې تر يوې اندازې پورې د شيطان مداخله هم وه .
د انبياؤ عليه السلام ضمير او فطرت داسې پاك او صاف او د هغوى استعداد دومره اعلى وي چې د نبوت له ميندلو څخه پخوا دوى د خپلو اعمالو د يوې ــ يوې ذرې محاسبه په ډير تدقيق سره كوي او په ډيرو لږو ښوئېدلو يا اجتهادي خطاء هم د پاك الله جل جلاله له درباره په عجز او نياز او ژړا معافي غواړي او ترې توبه كوي لكه چې موسٰى عليه السلام هم په دغو خپلو تقصيراتو اعتراف وكړ او معافى يې وغوښتله چې د الله جل جلاله له طرفه هم وبښل شو او اغلباً ددغې معافى معلومات به ده ته د الهام او نورو وسائلو په وسيله شوى وي ځكه چې انبياء عليه السلام خو د نبوت د عظمت له موندلو څخه پخوا د ولايت په خلعت هرومرو معزز وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - القصص 28 ؛ آيت - 15 ] (28:15)