Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(28:20) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وجاء رجل من أقصى المدينة يسعى قال يا موسى إن الملأ يأتمرون بك ليقتلوك فاخرج إني لك من الناصحين

وَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَىٰ قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوراغى يوسړى له آخردښاره په داسې حال چې منډه يې راوهلې ، وويل اى موسى ! بيشكه چې مشران مشورې كوي په حق ستاكې لپاره ددې چې ووژني تا ( په قصاص دهغه قبطي كې ) نو ووځه ته ( له مصره ) بيشكه زه يم تاته له نصيحت كوونكو( خيرغوښتونكو) نه .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
(له هغه وروسته) يو سړى دښار له لېږې ګوښې نه په منډه راغى او ويې ويل : (( اى موسى ! سرداران په خپلو كې ستا په هكله مشوره كوي چې تا ووژني، له دې ځايه ووځه، زه ستا خواخوږى يم ))
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ددغه قتل خبر فرعون ته رسېدلى دى او هلته سره جرګې او مشورې كوي چې د بل قوم د يوه ځلمى جرائت تر دغې اندازې پورې رسېدلې دى چې د شاهي قوم او د سركاري ملازمانو د يوه فرد قتل ته اقدام كوي د حكومت ملازمان په حضرت موسٰى عليه السلام پسې په ډير تلوار وځغلول شول چې ژر يې پيدا او بندي او په قتل يې ورسوي له هغې ټولنې څخه د يو نېك طينته او پاك زړي او ښه سړي په زړه كې پاك الله جل جلاله دغه خبره واچوله څو هغه په تلوار او د يوې لنډې لارې څخه په ځغاسته حضرت موسٰى عليه السلام ته خپل ځان ورسوي او دى له دغه ماجراء څخه خبر كړي او داسې يوه مشوره ورته وركړي چې ښايي ته همدا اوس له ښاره ووځي ( موضح القرآن ) ليكلى : دغه يې زمونږ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هم واوروله چې خلك به ستا د وژلو فكرونه وكوي او ته به هم لكه حضرت موسٰى عليه السلام له خپله وطنه هجرت كولو ته اړ او مجبور شې لكه چې ګرد كفار ټول شوى و څو هغوى ټول يو ځلې به ده يرغل وكړي نو په همدغه شپه كې ده له خپله وطنه هجرت وكړ .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - القصص 28 ؛ آيت - 20 ] (28:20)