Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(28:27) (آيت نمبر:سورة نمبر)
قال إني أريد أن أنكحك إحدى ابنتي هاتين على أن تأجرني ثماني حجج فإن أتممت عشرا فمن عندك وما أريد أن أشق عليك ستجدني

قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَىٰ أَنْ تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۖ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 وويل ( شعيب موسى ته) بيشكه زه اراده لرم ددې چې په نكاح دركړم تاته يوه له دغولوڼوخپلوچې دادى په دې چې مزدوري وكړې ته زمالپاره اته كاله پس كه پوره كړل تا لس كاله نوهغه به ستاله طرفه( له ماسره احسان ) وي اونه لرم زه اراده ددې چې تكليف اوچوم په تا( په اشتراط دلسوكلونو) ژربه ومومې ته ماكه اراده وكړي الله له صالحانو نيكانو( وفاكوونكوپه وعده ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دهغې پلار ( موسى (ع) ته ) وويل : زه غواړم چې له خپلو دغو دوو لوڼو څخه يوه تاته په نكاح دركړم ، پدې شرط چې ته تراتوكلونو پورې له ماسره نوكري وكړې ، او كه لس كاله پوره كړې نو داستا خپله خوښه.زه پرتا سختى كول نه غواړم.ته به ما انشاء الله ښه سړى ومومې )).
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 زمونږ حنفيانو په مذهب اوس هم كه د بالغې نجلى خوښه وي نو ددې اقارب همداسې خدمت د مهر په عوض ټاكلى شي ( كذا نقله شيخ الانور اطال الله بقاء ه ) دلته يوازې د نكاح خبرې ذكر شوې دي چې د نكاح تړلو په وخت كې به حضرت شعيب عليه السلام په خپله يوه نجلى ټاكلې او د هغې په رضا او خوښي سره به يې نكاح تړلې وي ( چې هغه په ارجح قول همغه مشره وه او بي بي صفورا يا بي بي صفراB نومېده او حضرت موسٰى عليه السلام يې په اول كې خپل پلار ته ورپيژندلى و ) .
تفسير : ښايي همدغه خدمت دده د لور مهر وي .
( فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ ـ پس كه پوره كړل تا لس كاله نو هغه به ستا له طرفه له ما سره احسان وي ) يعنې لږ تر لږه به هرومرو اته كاله زما خدمت كوې كه دې دوه كاله نور هم خدمت وكړ نو هغه ستا تبرع او ښېګڼه ده ( او زه خو ) كوم سخت خدمت له تا څخه نه غواړم ته به له ما سره اوسېږي انشاء الله په خپله به په تجربه سره درڅرګنده شي چې زه بدخويه سړى نه يم بلكې د الله جل جلاله په فضل او كرم سره د نېك بختانو څخه يم ته به زما په صحبت كې نه خفه كيږي بلكې د طبيعت د مناسبت له امله به له ما سره مينه او محبت پيداكړې .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - القصص 28 ؛ آيت - 27 ] (28:27)