أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
آياګمان كوي داخلك ددې چې پرې ښودل شي دوى په همدومره ويلوچې ووايي دوى چې ايمان راوړى دى مونږحال داچې دوى به ونه ازمويل شي .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا خلكو داګنلې ده چې هغوى به يوازې په همدومره ويلو پريښودل شي (( چې مونږ ايمان راوءړ )) او هغوى به ونه ازمويل شي ؟
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې په ژبه سره د ايمان دعوى كول دومره آسان نه دى هرڅوك چې د ايمان دعوٰى كوي امتحان او ابتلاء ته دې يې هم تيار شي همدغه د امتحان محك ( كاڼى ) دى چې پرې سره او كوټه معلوميږي په حديث كې راغلي دي چې له ګردو څخه سخت امتحان د انبياؤ دى وروسته له هغو د صالحينو بيا درجه په درجه د هغو خلكو دى چې له هغو سره مشابهت ولري او د انسان امتحان دده ديني او ايماني حيثيت سره سم اخيستل كيږي په هره اندازه چې انسان په خپل دين او ايمان كې مضبوط او سخت وي په همغه اندازه له هغه سخت امتحان اخيستل كيږي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 2 ] (29:2)