Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(29:11) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وليعلمن الله الذين آمنوا وليعلمن المنافقين

وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوخامخامعلوم به كړي الله هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوخامخامعلوم به كړي ( الله) منافقان ( نوهرې يوې فرقې ته به برابره جزا وركړي ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
او الله خوبه ارومرو داګوري چې موءمنان څوك دي او منافقان څوك.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې الله جل جلاله ته لا له پخوا څخه هر شى پوره معلوم دى مګر اوس ستاسې اعمال او افعال نورو ته هم ورښيي او ظاهروي يې چې آيا د عمل په ميدان او په ښكاره ډول كوم يو له تاسې څخه خپل ځان صادق مؤمن ثابتوي ؟ او كوم يو دروغجن ، ټګ او منافق دى ؟
تنبيه : په داسې ځايونو كې د ( وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ ) معنٰى په ( ليرين الله ) سره له ابن عباس رضي الله عنه څخه منقول دى كما فى تفسير ابن كثير رحمه الله .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 11 ] (29:11)