Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(29:12) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وقال الذين كفروا للذين آمنوا اتبعوا سبيلنا ولنحمل خطاياكم وما هم بحاملين من خطاياهم من شيء إنهم لكاذبون

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُمْ مِنْ شَيْءٍ ۖ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 . اووايي هغه كسان چې كافران شوي دي هغوكسانوته چې ايمان يې راوړى دى متابعت وكړئ تاسې دلارې زمونږ( په دنياكې ) اوښايي باربه كړو( پرځانو) گناهونه ستاسې حال داچې نه دي دوى ( پخپل ځان) اخيستونكي له گناهونوددوى دهيڅ شي بيشكه دوى خامخا درواغجنان دي ( پدغه وعده كې
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دغه كافران موءمنانوته وايې چې تاسې زمونږ دكړنلارې پيروي وكړئ او ستاسې خطاوې به مونږ پرځان واخلو.پداسې حال كښې چې دهغوله خطاوء نه هيڅ شى هم هغوى پرځان اخيستونكي نه دي. هغوى په قطعې ډول دروغ وايي
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې مسلمانانو ته لازم دى چې پر ايمان مضبوط وي او هيڅ قسم تكليف ، ايذاء او ربړول يې د ثبات او استقامت له لارې څخه لرې نشي كړاى او نه د كفارو د احمقانه پستو خبرو د تاثير لاندې راشي مثلاً كفارو به مسلمانانو ته ويل ( راځئ اسلام خوشې كړئ ! او په خپلو همغو پخوانيو ورورګلويو او خپلويو كې راننوځئ ! او زمونږ په ليار تګ وكړئ څو له ګردو تكاليفو او اذيتونو څخه نجات ومومئ او بې سببه په دغو مصائبو او تكاليفو كې خپل ځانونه ولې اخته كوئ ؟ او كه تاسې داسې اقدام ګناه ګڼۍ او له مؤاخذې څخه يې ويريږۍ نو د الله جل جلاله په دربار كې زمونږ نوم واخلئ چې دوى مونږ ته داسې مشوره راكړې وه او كه داسې كومه پېښه در وړاندې شي نو ګرد مسئوليت او ذمه واري به مونږ په لاس سره واخلو ) لكه چې يو شاعر وايي :
ورځه مينه ته عالم وژنه له مينې

زما په غاړه دې وي د خلكو وينې

Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 12 ] (29:12)