وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
اوخامخاپه تحقيق ليږلى ؤمونږنوح قوم دده ته پس موده يې تيره كړه په دوى كې زركاله ( دحق دتبليغ اودعوت لپاره مګرپنځوس كاله ( كم له زرونه ) ( نوتكذيب يې وكړ) پس ونيول دوى طوفان ( ډيرواوبونوغرق شول ) حال دا چې دوى ظالمان ؤ ( دخپل كفرپه سبب ) .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
مونږ نوح دهغه قوم ته وليږه او هغه پنځوس كم يوزرګاله دهغو په منځ كښې واوسيده. په پاى كښې هغه خلك طوفان ونيول پداسې حال كښې چې هغوى ظالمان وو.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : له ابن عباس رضي الله عنه څخه منقول دي چې حضرت نوح عليه السلام په څلوېښت كلنۍ كې مبعوث شو نهه نيم سوه كاله په دعوت ، تبليغ او اصلاح كې مصروف او لګيا وو بيا طوفان راغى او له طوفانه وروسته ( ۶۰ ) كاله نور هم ژوندى پاتې ؤ چې په دغه حساب سره د دوى ټول عمر ( ۱۰۵۰ ) كاله شو .
فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ
تفسير : يعنې كله چې دوى له ګناهونو او شرارتونو څخه لاس وانخيست نو طوفان راګير كړل او پرته له څو تنو نور ګرد سره ډوب او هلاك شول .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 14 ] (29:14)