فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
پس نجات وركړمونږده ته ( دطوفان له عذابه ) اوخاوندانودبيړۍ ته ( چې له ده سره ؤ) . اووګرځوله مونږدغه ( بيړۍ ياقصه يوه لويه ) نښه ( دقدرت اوعبرت ) عالميانوته .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
بيا نوح او دبيړۍ خلك مونږ وژغورل او هغه مو د نړيوالو لپاره د عبرت يوه نښانه وګرځوله.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : هغه انسانان يا حيوانات چې پر دغې بېړى سپاره وو هغوى مو د نوح عليه السلام په ملګرتوب خوندي وساتل د ( هود ) په سورت كې دغه قصه په تفصيل سره تېره شوې ده .
وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ
تفسير : وايي چې د نوح عليه السلام بېړۍ تر ډيرو مودو پورې د جودي پر غره ولاړه وه څو د ګردو ليدونكو لپاره عبرت وي نن ورځنى بېړۍ هم د همغې بېړى يوه نښه ده چې د هغو د ليدلو څخه هم د نوح عليه السلام د بېړى ياد ېدل تازه كيږي او د الله جل جلاله د قدرت يوه نمونه په نظر راځي يا ښايي چې ترې مراد دا وي چې مونږ د بېړۍ دغه قصه د تل لپاره د عبرت نښه ګرځولې ده .
حضرت شاه صاحب رحمه الله وايي : ( څه وخت چې دغه سورت نازل شو د رسول اكرم صلی الله عليه وسلم ډير اصحاب د كفارو له اذيتونو او ضررونو څخه په تنګ شوى و او ( ځينې له هغو ) پر بېړيو سپاره شوي او د ( حبشې ) په لوري يې هجرت كړى ؤ كله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ( مدينې منورې ) ته هجرت وكړ دلته هغه اصحاب يې هم ( مدينې منورې ) ته راغلل او په سلامتۍ له هغو سره ملاقې شول ( موضح په تغير يسير ) ګواكې نوح عليه السلام او د نوح عليه السلام د سفينې تاريخ په دغه صورت او شكل سره بيا اعاده كړى شوى دى .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 15 ] (29:15)