Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com]
(
(1 (2 (3 (4 (5 (6 (7 (8 (9
(20 (21 (22 (23 (24 (25 (26 (27 (28 (29 (2:

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

(29:18) (آيت نمبر:سورة نمبر)
وإن تكذبوا فقد كذب أمم من قبلكم وما على الرسول إلا البلاغ المبين

وَإِنْ تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ ۖ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
 اوكه نسبت ددرغووكړتاسې ( اى كفارورسول ته ) نوپه تحقيق نسبت ددروغوكړى ؤ ( انبياؤخپلوته ) ډيروقومونوپخواله تاسې اونشته پررسول باندې مګررسونه ( دپيغام) ښكاره .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
اوكه تاسې د دروغو نسبت كوئ نوله تاسې مخكښې ډير وقومونو د دروغو نسبتوته كړي دي، او پرپيغمبرباندې له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته بل مسئوليت نشته.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
 تفسير : يعنې ( اې كفارو ) ستاسې له دغه درواغجن شمېرلو ځينې ماته هيڅ ضرر او نقصان نه رسېږي زه په صافو ــ صافو الفاظو سره تبليغ او نصيحت كوم او خپله وظيفه او فريضه مې په دغه مورد كې په ښه ډول سره اداء كړې ده او د ښو او بدو لارې او كندې مې ګردې تاسې ته ښوولې دي كه سره له هغه يې تاسې نه منئ ! البته تاسې به هم همداسې نقصانونه وګالئ لكه چې پخوا له تاسې ( عاديان او ثموديان ) او نور په كې اخته او مبتلا شوي وو .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 18 ] (29:18)