أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
آيانه به وينې ( دغه دبعث منكران ) چې څرنګه شروع ( پيدا) كوي الله داخلق بيادوهم ځلي هم اعاده كوي يې بيشكه دغه ( دمخلوق اول اودوهم ځلې اعاده ) پرالله اسانه ده .
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
ايا دوى كله ندي ليدلي چې الله په څه ډول دهستوګنې پيل كوي، بيا د هغو اعاده كوي ؟ په يقيني توګه دا (اعاده خو ) دالله لپاره لازياته اسانه ده.
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
تفسير : يعنې په خپلو ځانونو او نفسونو كې غور او دقت وكړئ ړومبى تاسې بېخي نه وئ ! الله جل جلاله تاسې له عدم څخه وجود ته راوستئ همداسې تاسې به له مرګه وروسته هم بيا ژوندي كړي .
حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكلي دي : ( ړومبى خو مو ليدلى دى وروستى هم پرې قياس كړئ يعنې د الله جل جلاله په نزد خو هيڅ شى سخت او مشكل نه دى مګر خبره ستاسې په پوهېدلو او باور كولو كې ده هغه ذات چې يو شى يې بې له نمونې څخه اول ځلې پيدا كړي دي دويم ځلې يې هم پيداكولى شي د نمونې د قائمېدلو څخه وروسته د يوه شي جوړول ښايي چې لا سهل او آسان وي .
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - امن خلق 20 ؛ سورة - العنكبوت 29 ؛ آيت - 19 ] (29:19)