افغان قاموس د پارسي - پښتو يو دوه ژبنی سيند دی چې د پارسي ژبې لغتونه په پښتو ژبه مانا شوي دي. 

افغان قاموس د پارسي - پښتو يو دوه ژبنی سيند دی چې د پارسي ژبې لغتونه په پښتو ژبه مانا شوي دي. هېره دې نه وي چې په پارسي ژبه کې هغه لغتونه چې د ترکي، عربي او نورو ژبو نه دغې ژبې ته راغلي او اوس پکې دود دي، هغه هم په دغه سيند کې راغونډ شوي او ماناګانې يې په پښتو ژبه تشرېح شوي. دغه سيند د عبدالله خان افغاني نويس لخوا په دريو ټوکونو کې ليکل شوی دی. د دغه سيند د ټولو لغتونو شمېر د ۲۷۷۲۷ وييونه او اصطلاحګانې اټکل شوي.

تاريخ

افغان قاموس په ۱۳۲۴ س. کال کې بشپړ شوی دی چې د مطبوعاتو د مستقل رياست په قضاوت او وړانديز د آريانا په لومړۍ جايزې، چې د باچا لخوا د کال مهم اثر ته ورکول کېده، لمانځل شوی دی. دا قاموس د پښتو ټولنې پښتو اکاډمۍ لخوا چاپ او خپور شوی دی. د دغه قاموس لومړی ټوک د ۱۵۰۰ نسخو په شمېر په ۱۳۳۵ ل. کال په دولتي مطبعه کې چاپ شوی دی. د دې قاموس دويم ټوک ۴۹۰ مخونه لري او درېيم ټوک يې ۶۱۹ مخه دی او د لغاتو شمېر يې په ترتيب سره ۸۳۳۰ او ۱۰۵۲۳ دی. دويم ټوک د (ح) په توري پيل او د (غ) په توري پای ته رسېږي. دواړه ټوکونه هر يو د ۱۵۰۰ نسخو په شمېر چاپ شوی دي.

د دې سيند ځانګړنې

د دغه قاموس د لومړي ټوک په پيل کې د پښتو ټولنې د پخواني ريس ګل پاچا الفت سريزه او ورپسې د دغه اثر د ليکوال، عبدالله خان افغاني نويس سريزه راغلې چې په هغې کې له دې قاموس څخه د ګټې اخيستنې د اسانتياو په خاطر ځينې اړينې يادونې شوي او همدارنګه د دې قاموس ځينې ځانګړنې هم ښودل شوي دي چې ځينې عمده ټکي يې دا دي:

سرچينې

******************************************
د دغه مطلب منبع: پښتو ويکيپېديا ۲۰۱۳م عيسوي کال
******************************************

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ