څوک دې ماته ووايي

څوک دې ماته ووايي
څرنګه شیدا شي څوک؟
 
څوک چې چاته وخاندي
ولې پۀ خندا شي څوک؟
 
ستوري د غره څوکې تۀ
غلي شان بېګا وويل

مینې پۀ ژړا وويل
حسن پۀ خندا وويل
 
ماته مسکو سترګو کښې
ښکلې دلربا وويل

ولې څوک زړۀ وبايلي؟
څرنګې شیدا شي څوک؟
 
څوک چې چاته وخاندي
ولې پۀ خندا شي څوک؟

غني خان

غني خان

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t.ly/iNk9qhttps://t.ly/iNk9qhttps://t.ly/iNk9q
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ